په افغانستان کې پر آزادو سیالیو بندیز ولګول شو

په افغانستان کې پر آزادو سیالیو بندیز ولګول شو


  • 3 مياشتي دمخه (27/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 169

د امر بالعمرورف او نهي عن المنکر وزارت د حکم له مخې؛ په افغانستان کې پر آزادو سیالیو یا فري فایټ، په دولتي ځایونو کې پر غالیو له بوټانو سره ګرځېدا او د پرانېستې په پار د پټۍ پر پرې کولو بندیزونه لګول شوي دي. 

یاد وزارت درې میاشتې او څلور ورځې مخکې په یوه مکتوب کې د دوی له مشرتابه څخه د یادو کړنو د بندېدو غوښتنه کړې وه، چې د مشرتابه لخوا منل شوې ده. 

دغه مکتوب کې د هغو ورځو پر نمانځلو، چې د دوی په وینا په اسلام کې اصل نه لري، هم بندیزونه لګول شوي دي. 

په مکتوب کې لیکل شوي، چې فري فایټ لوبه د سختو ضربو، په دولتي ځایونو کې پر غالیو د بوټانو سره ګرځېدا او د کارونو په پیل کې د پټۍ پرې کول له غیر مسلمو ټولنو سره د مسلمانانو د مشابهت په هدف بند کړل شوي دي.