فراه کې نن پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم پلی شو

فراه کې نن پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم پلی شو


  • 1 کال دمخه (07/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 917

سمسور نیو (۱۶لېندۍ۱۴۰۱) د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ‏چې نن په فراه ولایت کې پر یوه کس د قتل په جرم د «قصاص» حکم جاري شو.  

مجاهد لیکلي، چې «قاتل» د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی و او د فراه د پشت کوه ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی یې د چاقو په وسیله وژلی و او له هغه یې یو موټرسایکل او مبایل هم وړي وو.    

سرچینې دغه راز ویلي، پر یاد کس دغه حکم د مقتول د ورثه وو په غوښتنه او د درې‌ګونو محکمو له هر اړخیزې او دقیقې څېړنې او اسلامي امارت د مشرتابه له تائید وروسته جاری شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د قصاص په ياده غونډه کې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت ځينو نورو چارواکو هم حضور درلود. 

د یادونې ده، چې ا.ا په بیا ځلې واکمنۍ کې په لومړي ځل د قصاص حکم پلی کړ.