روسیې اوکراین کې پر شاوخوا یو نیم میلیون کورونو برېښنا پرې کړې ده

روسیې اوکراین کې پر شاوخوا یو نیم میلیون کورونو برېښنا پرې کړې ده


  • 2 کاله دمخه (23/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 885

سمسور نیوز (۱لړم۱۴۰۱) له تېرو څو ورځو راهیسې روسیي ځواکونو د اوکراین په بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې په پایله کې یې د انرژۍ تاسیسات او ګڼ شمېر برېښنا کوټونه ویجاړ شوي دي.

اوکرایني چارواکو  ویلي چې د دغو بریدونو په پایله کې پر نږدې یو نیم میلیون کورونو برېښنا پرې شوې ده.

د اوکراین د هوايي ځواک قومندان ویلي چې د تېرې شنبې پر سهار هم د روسیې ځواکونو له لوري پر دوی ۳۳ توغندي توغول شوي چې ۱۸ توغندي یې خپل هدف ته رسېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، دا توغندي د پلازمېنې کییف په سویل ختیځ کې د چرسکای  سیمې او لویدځ کې د خلمېلنېنڅکي ښار په ګډون په یو شمېر نورو سیمو هم لږیدلي دي.

ویل کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د روسیې د بریدونو په پایله کې یې د اوکراین د حرارتي بریښنا نیمايي او د ټول سیسټم ۴۰ فیصده برخه زیانمنه شوې ده.

په همدې حال کې بیا د شنبې په ورځ ناوخته د اوکراین جمهور رییس په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې روسیه به هیڅ وخت په دغه ډول کړنو سره اوکرایني سرتیري ونه ویروي.

هغه تمه ښوودلي چې د خپلو شریکانو په مرسته به داسې سیسټمونه ترلاسه  کړي چې د روسیې د توغندیو مخه ونیسي.