مدیودوف: سولې ته ژمن یو، خو د روسیې ګټې باید وساتل شي

مدیودوف: سولې ته ژمن یو، خو د روسیې ګټې باید وساتل شي


  • 1 مياشت دمخه (28/11/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 77

‏د روسیې د امنیت شورا مرستیال ویلي، که له اوکراین سره یې په جګړه کې له لرې واټن وېشتونکو توغندیو استفاده وشي، د ناټو پر پوځي اډو به برید وکړي. 

 

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې دېميتري مېدوېدوف لویدیځ ګواښلی او په وینا یې که اوکراین سره په جګړه کې له لرې واټن وېشتونکو وسلو استفاده وشي او جګړه پراخه شي، روسیه به د ناټو پوځي اډې په نښه کړي.

 

د نوموړي په وینا سولې ته ژمن دي، خو د هېواد ګټې یې باید خوندي وي.