افغانستان کې د اړمنو لاسنیوي په خاطر ۱.۳ میلیارده ډالرو ته د یونېسف اړتیا

افغانستان کې د اړمنو لاسنیوي په خاطر ۱.۳ میلیارده ډالرو ته د یونېسف اړتیا


  • 1 مياشت دمخه (07/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 65

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یونیسف د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۱.۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې په دغو اړمنو کسانو کې ۱۲،۴ میلیونه یې ماشومان دي.  

یونېسف په افغانستان کې د اړمنو په شمېر کې د زیاتوالي لامل پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګول، اقتصادي ستونزې او د اقلیم د بدلون منفي اغېزې بللې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې اقتصادي بندیزونو د افغانستان خلک زیانمن کړي او د اړمنو په شمېر کې یې زیاتوالی راوستی دی.