روسیې مزار شریف کې له قونسلګرۍ خپل دیپلوماتان ویستلي دي

روسیې مزار شریف کې له قونسلګرۍ خپل دیپلوماتان ویستلي دي


  • 2 کاله دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1015

د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې روسیې له مزار شریف نه خپل دیپلوماتان ویستلي دي.

په راپور کې د دیپلوماتانو ایستلو لامل د وضعیت خرابېدل ښودل شوي دي.

روسي چارواکو بیا دا پرېکړه موقتي بللې او ویلي یې دي، چې د وضعیت تر ښه کېدو وروسته به بېرته قونسلګرۍ ته دیپلوماتان ستنیږي.

تاشکند کې هم چارواکو ویلي، چې یاد دیپلوماتان له افغانستان نه  دغه ښار ته لېږل شوي دي.

هند هم خپل دیپلوماتان له مزار شریف ویستلي؛ خو د کونسلګرۍ چارې د افغان همکارانو لخوا پر مخ وړل کېږي.