قطب الدین بختیار


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهسور سنکروال نیازی
  • 1433

ددې شاعر او نومیالي پښتون په باب سلیمان ما کو پخپله تذکره الاولیا کې، نعمت الله هروي په مخزن افغاني کې، ابوفضل علامي په ائین اکبري کې، په تاریخ فرشته او نورو کې یادونه شوې ده، دی ئې یو عابد، عارف او فضل شخص ګڼلی دی، د پلار نوم ئې احمد او موسی لمسی دی په قوم بختیار پښتون دی او د ده نیکه موسی هند ته تللی ؤ نو ځکه دده لمسی قطب الدین په هند  کې ډېر شهرت لري . د ده نیکه موسی له بختیارانو څخه هند ته تللی اوپه سند کې مېشت شوي ... بیا په( ۶۶۳-۶۳۲ ) کې وفات شوی او په ډیلي کې ښخ شو ... دایره المعارف، دریم جلد ۵۱۸مخ. او همداراز د مخزن افغاني، ائین اکبري او مخبر الواصلین په قول قطب الدین د لومړی خور په (۱۴ )چې هجري کال ۶۳۳  او ( فرشته ۶۳۴ه ) د عمر په ۴۸ کال وفات او په ډیلي کې ښخ شو چې تر اوسه ئې مزار ډېر مشهور دی." پښتو ادبیاتو" تاریخ، ۱۵ مخ
سلیمان ماکو په تذکره کې دده خواږه اشعار رانقل کړي دي او داسې وائې. بختیار پښتو سندرې کړینه، اوښې تویوینه، خدای ته نارې کړې، غلبلې کړي، پاړکي لرینه چې نمونه ئې داده.


ویر مې زړه سوری کــــــــــړ راتــــــه وګـــــوره ملوکې
په بیلتون کې دې وباسم له خوږمــــــــنه زړګي کوکې
راته وګوره ملوکې
غوړه ولــــې دی اوربــــــل دې او زمـا په زړګي بل دی
زه بختیار خاورې ایرې شوم په اورسوی مې ګوګل دی
راته وګوره ملوکې