واشنګټن: افغانستان کې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره فشارونو ته دوام ورکوو

واشنګټن: افغانستان کې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره فشارونو ته دوام ورکوو


  • 1 کال دمخه (02/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 526

واشنګټن ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي بندیانو د خلاصون لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر  تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې واشنګټن ته د خپلو اتباعو ژوند مهم دی او د خوشې کېدو لپاره یې له هرې وسیلې کار اخلي.

نوموړي ویلي، امریکايي چارواکو له طالب پلاوي سره هم په لیدنه کې د امریکايي بندیانو، د الوتنو پر بیا پیلولو، له نشه‌يي توکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.   

هغه دغه راز ویلي، چې ا، ا په وار، وار د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې؛ خو په خبره یې، له افغانانو سره د هغوی چلند او د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو په ګډون، بېلابېلو دلایلو د دوی د رسمیت پېژندې مخه نیولې ده.

تر اوسه سرپرست حکومت په افغانستان کې د امریکایي بندیانو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د امریکایي چارواکو تازه څرګندونو ته کوم ښکاره غبرګون ښودلی.