د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ټرمپ یې څو ځله لېدلی او په خبره یې هغه یو ډېر قوي شخص دی.
سرګي لاوروف په تازه مرکه کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه ویلي چې هغه یو قوي او داسې شخصیت دی چې په هر کار کې پایله ورته مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې چې ټرمپ د خبرو اترو پر مهال دوستانه چلند کوي، خو داسې هم نه ده چې هغه د روسیې ملګری دی، د لاوروف په خبره د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال پر روسیې تر ټولو زیات بندېزونه لګول شوي وو.
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین هم ټرمپ یو باتجربه او ځيرک سیاستوال بللی ؤ.