تېرو ۲۴ ساعتونه؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو ۱۴۳ طالبان وژلي.

تېرو ۲۴ ساعتونه؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو ۱۴۳ طالبان وژلي.


  • 3 کاله دمخه (18/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1374

چارواکي وایي، چې ګډو افغان ځواکونو یې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هېواد په مختلفو سیمو کې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴۳ وسله‌وال طالبان وژلي او ۶۶ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راځي، چې دغه طالبان د هېواد ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. 

سرچینه زیاتوي، چې دغه‌راز په ورته وخت کې د یادې ډلې زیات شمېر وسلې او مهمات له‌منځه وړل‌شوي.

د خبر پاڼې په حواله، چې همداشان د دې په‌خوا کې ۵۲ بېلابېل ډول هغه ماینونه چې طالبانو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی کړای شوي دي.

تر دا مهاله بیا وسله‌والو طالبانو د افغان حکومت د دغې ادعا په هکله تبصره نه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د کوچني اختر تر درې ورځني اوربند وروسته جګړو یو ځل بیا زور اخیستی، چې د دواړو لوریو سربېره یې ملکي خلکو ته هم سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.