د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن غزه کې د جګړې کمولو په هدف سیمې ته پیل کړی سفر پای ته ورساوه.
نوموړي د یوې اوونۍ سفر پر مهال د ترکیې، اردن، قطر، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او بحرین له مشرانو سره وکتل.
نوموړي په دې سفر کې د یادو هېوادونو له مشرانو سره په کتنه کې غزه کې د ملکي وګړو د وژنو په مخنیوي خبرې کړې دي.
بلنکین ویلي، چې اسرائیل باید ملکي خلکو او تاسیساتو خوندیتوب ته پام وکړي.
د هغه په خبره، امریکا د روانې ستونزې حل د یو ازاد فلسطیني دولت په جوړېدو کې ګوري.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د بلنکین دا څلورم سفر بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسرائېلو له برید درې میاشتې تېریږي، خو اوس هم هلته درنې جګړې روانې دي.