په پردیو تکیه او د تاریخ تکرار

په پردیو تکیه او د تاریخ تکرار


  • 1 کال دمخه (07/06/2023)
  • مشتاق رحیم
  • 914

مونږ د تاریخ په اوږدو کې په باندنیو تکیې او د هغوي په ملاتړ واک ته د رسیدو تکل کړی دی. خو بیرته په وار وار باندنیو یوازې تر هغې راسره لار وهلې ترڅو یې چې په مونږ کې ګټه وه، په وار وار په اصطلاح له وروره را نږدې باندني په میدان پرې ایښي یوو او راڅخه تللي دي.  

 

شاه شجاع انګریزانو سره راغی، کابل کې یې پاچاهي جوړه کړه خو انګریزانو چې کله د وزیر اکبر خان سره له افغانستان څخه د وتلو هوکړه کوله نو شاه شجاع په بالا حصار کې پرې خبر هم نه وو. 

 

 عبدالرحمان خان سره انګریزانو تړون کړی وو چې ستا امنیت زمونږ په غاړه دی. خو کله چې روسانو په پنجده برید وکړ نو انګریز سرکار خپلو عسکرو ته وویل چې ترې را شاته شئ او جګړه کې ښکیل نه شئ. آن جګړې لپاره پکار بارود یې هم ترې یوړل او افغان جنګیالي یې د روسي مسلحه عسکرو ډزو ته په تش لاس په تش میدان پریښودل.

 

 تره کی او حفیظ الله امین در واخله. ورپسې کمیونستان په روسي ټانک سپاره راغلل خو کله چې ګورباچوف د ریګن سره جوړ جاړی کولو نو نجیب هله خبر شو چې کیسه تمامه وه. 

 

پاکستان په مجاهدینو سوداګرۍ کولې او سره له دې چې واک ته رسیدو سره سم برهان الدین رباني حمید ګل ته د کابل په ګدۍ ځای ورکولو وړاندیز هم ورکړو، پاکستان د خپلو ګټو په خاطر د رباني د مخالفو ډلو ملاتړی شو ترڅو یې چې سره له چوکۍ له کابله پسې واخیست. طالبانو چې کله سقوط وکړ نو د پاکستان مشرف چغه کړه چې تر ټولو لومړی پاکستان او برحاله سفیر یې امریکا ته لاس تړلی ورکړ، لسګونه نور یې د پیسو په مقابل کې په امریکا خرڅ کړل، ملا برادر کلونه کلونه په پاکستاني بند کې تیر کړل. کوم چیرته مې لوستي وو چې یوه ډله طالبان د کابل سقوط نه وروسته حقانیې ته لاړل، هلته ورته سمیع الحق ویلي وو چې ورک شئ، خپله خو غرق شوئ، اوس مونږ غرقوئ! 

 

کرزی یې په ارزګان کې زمونږ په وطني اصطلاح پاچا اعلان کړ خو بیا ورته هالبروک اخطار ورکولو چې وبه وژل شې. مفکر غني چې ترڅو په کابل کې خبریدو، دوحه کې تړون لاسلیک شوی وو.  

 

داسې به نورې سترې او وړې بیلګې وي خو موخه دلته د تاریخي پیښو لړلیک لیکل نه دي. خبره دا ده چې مونږ کابو ټول عمر په هیواد کې د بدلون لپاره، د خپلې خوښې نظام راوستلو په اراده او یا هم د ځانغوښتنې په حرص کې پردی لاس نیولی او د خپل وطندار په مقابل کې مو کارولی. خو کله مو هم سوچ نه دی کړی چې دا پردی ولې راسره مرسته کوي، دا ګاونډی مې ولې د ورور په مقابل کې راسره مرسته کوي! بده یې بیا دا ده چې کله یې ورځ راغلې، دغه خواخوږو په تش میدان پرې ایښي یوو او راڅخه په شا شوي دي. 

 

وايي له تاریخ چې څوک زدکړه نه کوي، تاریخ په هغوي تکراریږي! په مونږ یوه پيړۍ کې څو وارې تکرار شوی......

 

د بدلون، اصلاح، سمون او پرمختګ لپاره اړتیا ده چې کور دننه وطني خوځښت کار وکړي. یوازې ارګانیک او وطني هڅې مو د اوږدمهاله او پایداره بدلون او پرمختګ لاره خلاصولی شي. دا مزل طبعاً چې اوږد دی، له کږلیچونو، کړکیچونو ډک دی، ډیر حوصله، وخت او انرژي غواړي، ښايي د نسلونو قربانۍ ته اړتیا ولري خو سمه لار همدا ده. وارد شوي بدلونونه مو په وار وار تجربه کړل، پایله منفي وه، د تجربو په رڼا کې راتلونکي کې هم متفاوته پایله لاس ته راوړل راته شونې نه ښکاري.   

 

کاش بالاخره خو له تاریخ زدکړه وکړو! 

 

نوټ: تاریخي پیښې له حافظې لیکم، نو لاندی باندی شونی دی. خو لکه چې مې ویلي دي، موخه تاریخي پیښلیک نه دی.