نداء محمد ندیم: ازبکستان له افغانستان سره د لوړو زدکړو په برخه کې صادقانه مرستې کړ‌ي

نداء محمد ندیم: ازبکستان له افغانستان سره د لوړو زدکړو په برخه کې صادقانه مرستې کړ‌ي


  • 6 مياشتي دمخه (16/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 165

د افغانستان او ازبکستان د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې شوې دي 

د هېواد د لوړو زدکړو وزارت سرپرست مولوي نداء  محمد ندیم د ازبکستان د سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره په لیدنه کې د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

د یاد وزارت ویاند پخپله ایکس پاڼه لیکلي چې، سرپرست وزیر پخپلو خبرو کې ویلي چې ازبکستان د هغه هېوادونو له جملې دی چې په "صادقانه" او "مخلصانه" ډول یې په مختلفو برخو په خاصه د لوړو زدکړو په برخو کې مرستې کړ‌ې دي. 

شادمانوف پخپلو خبرو کې سرپرست وزیر یاد هېواد ته بللی دی او ددغه هېواد د تعلیمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو د لیدنې بلنه یې ورکړې ده.