طالبان: د دوحې هوکړې د بدیل هڅه له اوسه ناکامه ده

طالبان: د دوحې هوکړې د بدیل هڅه له اوسه ناکامه ده


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1085

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لیک د لاسلیک یو کال پوره شو.

دغه هوکړه لیک د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه.

په دې هوکړه لیک کې له افغانستان څخه په دننه ۱۴ میاشتو کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د بین الافغاني مذاکراتو پیلول، له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کول، د ټولو طالب بندیانو ازادول او د جنګ او تاوتریخوالي کمولو په شمول دواړو لوریو ځیني تعهدات وکړل چې ظاهرا ډېر کم عملي شوې دي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر په یو پیغام کې وايي دوی د دوحې د هوکړې له مخې خپل مسئولیتونه ادا کړي، طالبانو عملیاتو کې کموالی راوستی، د ولایتونو د سقوط کولو هڅه یې نه ده کړې او په مهمو نظامي او استخباراتي مرکزونو یې ستر بریدونه نه دي کړي.

خو په ورته مهال له القاعده او نورو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو د اړیکو نه قطع کول، د تاوتریخوالی نه کموالی، او د دوحې هوکړه لیک خلاف اقدامات هغه نور موارد دي، چې د حکومت له خوا طالبان ورته په نه ژمنتیا تورنیږي.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي د دوحې هوکړه لیک اغیزمن نه ده واقع شوی او یوازې پکې له امریکا سره اوربند یقیني شوی دی.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې پر هوکړه لیک داسې مهال یو کال اوړي چې د امریکا نوې ادارې ددې هوکړه لیک د بیا کتنې بهیر پیل کړی دی.