سرور دانش: طالبان درواغجن او وران‌کاري دي، ولسونه دې یې پر ضد را پورته‌شي

سرور دانش: طالبان درواغجن او وران‌کاري دي، ولسونه دې یې پر ضد را پورته‌شي


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1072

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وایي، ټول ولسونه باید د افغان ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه وکړي.

نوموړي خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار پراخ ملي مقاومت، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون، د ملي یووالي پیاوړتیا او له افغان ځواکونو څخه د خلکو کلک ملاتړ دی.

ښاغلي سرور دانش زیاته کړې، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه جوتوي، چې د دغې ډلې د سولې ادعا له دروغو پرته بل هیڅ هم نه دي او دغه ډله د افغان کشالې پر سیاسي حل باور نه لري.

د یادونې ده، چې د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش تېره ورځ هم څرګندونې کړې وې او ویلي و، چې طالبان د وینو تږدي دي، ځکه خو د روانې جګړې د حرمت په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتواوو ته پام نه کوي. نوموړي چې پرون یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې د طالبانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي راتلونکی نظام به ټولشموله وي وویل، د طالبانو پر دې څرګندونو یوازې هغه څوک غولېدای شي چې د دغې ډلې تېره تیاره دوره یې نه وي لیدلې.

دانش د خپلو خبرو پر دوام ویلي، څومره چې وخت تېرېږي په هغې کچه سیاسي نظام او نورو ازادیو ته تحدید هم ډېرېږي، نو خلک ځانګړې توګه رسنۍ دې د طالبانو د تبلیغاتو وسله نه ګرځي او په خبره یې، رسنیو ته په کار ده چې د افغانستان نظام ته د متوجه ګواښونو سره د عملي مبارزې ډګر ته راووځي.