- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ارشادرغاند
- 1104
موږ خپلو ماشومانو ته چې له کوره وځي،وایو: پام دې وي، چې چاسره جنګ ونه کړې!
دا خبره که له یوې خوا جګړې سره زموږ حساسیت ښیي،دا هم جوتوي، چې دا بدمرغه نوم له بده مرغه تقریبا زموږ پر یوه منفي ارزښت هم بدل شوی.
زموږ له عادي ژونده نیولې،تر کړو، وړو، رسمي ژوند او فکري او ذهني چاپېریاله پورې یو هم له دې نومه خوندي نه دی.
د تربور په نامه له تره زوی سره تربګني، ورسره جګړه او که پرې لاسبري شو پرې د هغه وژنه د یوه منفي کولتور په توګه تر موږ یو دور مخکې نسل ته په میراث پاتې شوه، دوی عوامو د عام صلاحیت او قدرت او خاصو د سیاسیونو، روڼ اندو او رهبرانو په کاذبو وجودونو کې دومره دا ستونزه غښتلې او جدي کړه، چې خپل سیاسي او ایډیالوژیک مخالفین یې پرې وځپل، یوې غاړې نه اکثرو داسې وکړل، ډېر د همدې بلا د خولې خوراک شول،دا بلا تراوسه پورې ژوندۍ ده، د دې بلا وجود نن تر پخوا ډېر غټ شوی،دې بلا بچي کړي دي، دې بلا ته شاوخوا ګاونډیانو، له لرې نورو خلکو او په وطن کې دننه بلاګانو د مرستې لاس ورکړی.
د بلا موخه، لوری او د مزل ګټه ټول د پردیو په واک او لومو کې دي، اکثره هغوی چې په مختلفو نومونو ، له مختلفو خواوو په دې بلا پسې اقتدا کړې، یوازې د بلا ښکار کېږي، داسې ښکار چې مرګ نه وروسته یې نوم پورې نور نومونه هم تړل کېږي، مرتد، کاپر، ځانمرګی او ترهګر!
د نننۍ جګړې د دواړو غاړو په اوله کرښه کې ناست، ولاړ، په منډه، مورچه ساتونکي،ټپیان،وژل کېدونکي او تقرییا ټول متضررین غولول شوی او اړ ولس دی، هغه خلک چې پردې وطن اصلي مېنان دي، ایماني سپېڅلتیا، ټینګ عزم او سرښندنه ورته له پلرونو،پلرونو ورپاتې مهم میراث او وصیت دی.
یوه غاړه په دې ورکړل شوې مفکوره، چې وطن یرغمل دی، جهاد باید وکړو او بله په دې،چې ګاونډي استخبارات مو په ترهګریزو هڅو او لاسپوڅو له پرمختګ او خپلواکۍ څخه لرې ساتل غواړي، سرونه نذرانه کوي.
داسې هم لیدل شوي او اوریدل شوي، چې په دې تحمیلي جنګ کې د یوې مسلمانې افغانې او وطن مېن کورنۍ دوه وروڼه غړي یو بل ته مورچه کې دي، داسې هم اوریدل شوي، چې په مختلفو غلطو فتوو د دواړو جنازې نه دي شوي.
دا د نننۍ جګړې اصلي خو بې خونده رنګ او کیسه ده.
له جګړې انکار ناشونی دی،د اسلام سپېڅلی دین، تاریخ،نړیوال او ملي قوانین او ارزښتونه مني، چې د اړتیا پرمهال د یوه روا، قانع کوونکي او ضروري ارمان او ګټې لپاره جګړه وشي، دا جګړې شوي هم دي، ښې پایلې یې هم ورکړي.
خو نننۍ جګړې ته تراوسه کوم قانع کوونکی او روښانه تعریف نه دی وړاندې شوی، په ګټه یې شوې خبرې اکثره مغرضانه او له واقعیته لرې ثابتې شوي، اوس هم یقین دی، چې بیا په دې ګونګ او مجهول شکل د وژنو، ورانونو او ځورونو دوام بې ځایه، مخالفت پارونکی او منفي تمامېږي.
په دومره کلونو کې ولس ته د دیني عالمانو او روڼ اندو خاموشي، معلومات نه ورکول او په وړو دلایلو ترې واټن اخیستل خواشینونکی دی.
ولس که وېښ وي،یا وېښ شي،د اول لاس قوت او عملي مرجع په توګه ډېر څه بدلولی شي.
ولس وېښ کړﺉ، ولس پوه کړﺉ، چې له خپل ساده ژونده سمون پیل کړي، که ښه او بد نه شي توپېرولی، لږ،تر لږه په یوه قوت سره خو دې ناپېیلی شي.
وېښتیا او له جګړې کرکه په لومړي ګام کې د ژغورنې مناسبه او اړینه لاره ده.
د جګړې له تیوریسنانو او رهبرۍ څخه د دې ناتار د پای ته رسولو هیله، هغه هم د دوی د ناروا ګټو او غوښتنو خلاف نه شي کېدای، عام ولس د جګړې رامنځته کېدو ته د یو مساعد او مهم عامل او متضرر په توګه مسول دی او ضرورت لري، چې د لیدلو تجربو پر بنسټ د جګړې اړتیا او نه اړتیا، تعریف، څرنګوالی، لوری او موخه د ګټو او زیانونو په نظر کې ساتلو سره خپله معلوم او تر مباحثو او ګډ توافق وروسته ترلاسه شوې پریکړه په منظم ډول عملي کړي.