د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د بدخشان زېباک ولسوالۍ کې پر څارویو برید کونکی واورین پړانګ له نیولو وروسته خوندي ځای کې دی.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د وزارت د وټرنرانو له خوا یاد پړانګ معاینه کېږي او هغه زیانونه، چې یاد پړانګ ته د برید پر وخت رامنځ ته شوي، تشخیص او درملنه یې کېږي.
خبر پاڼه کې زیاته شوې، دا چې د دې واورین پړانګ د ژوند لپاره مناسب چاپېریال طبیعت دی؛ نو له درملنې وروسته به یې په مناسب ځای کې د طبيعت په غېږ کې خوشې کړي.
د یادونې ده، چې دا پړانګ وروسته له هغې ونیول شو، چې د بدخشان زېباک ولسوالۍ کې یې څو ځله پر څارویو بریدونه کړي وو او شاوخوا ۳۰ پسونه او څاروي یې داړلي وو.