افغاني سرې میاشتې د سلګونه زره ناروغانو وړیا درملنه کړې

افغاني سرې میاشتې د سلګونه زره ناروغانو وړیا درملنه کړې


  • 1 کال دمخه (28/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 594

سمسور نیوز (۸سلواغه۱۴۰۱) د افغاني سرې میاشتې له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې په هېواد کې ۹۵۵ زره او ۸۳۱ ناروغانو ته په وړیا ډول خدمتونه ترسره شوي.

له یادې ادراې څخه نن رسنیو ته ویلي، چې په دغو خدماتو کې لومړنۍ مرستې، واکسین، معاینات، د خوارځواکۍ او ولادت ترڅنګ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درمنله هم شامله ده. 

د معلوماتو له مخې، افغاني سره میاشت په ټول هېواد کې ۴۶ ثابت اساسي کلینکونه، ۱ جامع روغتیایي کلینک، ۶۱ ګرځند روغتیایي کلینکونه، ۲۸ فرعي روغتیایي کلینکونه، ۳۶ د کتلوي معافیت کلینیکونه، ۴۰ روغتیایي کمپونه او د ټولنې په کچه د لومړنیو مرستو سلګونه رضاکار ټیمونه لري، چې بېوزلو هېوادوالو ته په وړيا ډول روغتیایي خدمات وړاندې کوي.