موږ بایرن مېشتي افغانان دخپل مشرافغان ملي او انقلابي شاعر( اجمل خټک )په مړینه ویر کوو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بسمل
  • 1574

د پښتونخوا په قلمرو او ګرده نړۍ  کې  ټولو ویرځپلو افغانانو ته  زه محمدامین بسمل  د بایرن  مېشتو افغانانو  دکولتوري ټولنې په استازیتوب دخدای بخښلي خټک صاحب دمړینې له کبله تسلیت وړاندې کوم کورنۍخپل او خپلوانو ته یې جمیل صبر او خټک صاحب ته دفردوس جنت غوښتونکی یم .
دسترخوشال  خان  دارمانونوپه  لار کې یوه بله ډېوه  هم دتل لپاره خاموشه شوه ستر انقلابي  شاعر ښاغلی اجمل خټک دریادوم هو خټک صاحب!
د خټک صاحب  مړینې زموږ  د غم ټغر نورهم راته غمګین کړ دګردون  درنې درنې او بې رحمه څپړې داسې درنې درنې  په مخونو خورو چې هسې دزړه په زور ورسره سیالي کوو.
له خټک صاحب  سره مې څو ځلې په کابل کې لیدلي و زموږ  ترمینځ  عجیب خاطرات  هم  شته  چې په راتلونکي  کې به یې تاسو ته ولیکم خو څه چې ډېر مهم دي هغه  دا چې دوه کاله دمخه کله چې خټک صاحب په روغتون کې و نو ما به یې تل  دتیلیفون په وسیله پوښتنه کوله  هغه به راته دایوه خبره څو څو ځلې کوله چې دا اوسني ځوانان پلانی او پلانی  په جوش کې ډېر دي خو په هوش کې نه دي ته ورسره مرسته وکړه، ما ورته په خنداکې ووېل چې خټک صاحب زما جوش نو بیا کله له هوش څخه کم شوی؟
خټک صاحب  راته له واره دکابل دیوې پېښې په اړوند یومثال راکړ وېل چې ته خولا له پخوا په هوش کې وې او که نه وای نو دکابل په وزیراکبرخان مېنه کې په پلاني سفارت کې به چا نظم راووست ؟
باید زیاته کړم چې زه په هغه وخت کې دپولیسو دتشریفاتي قطعې زلمی افسر وم  او په کابل کې مې دسفارتونو دامنیت دنده په غاړه لرله په هرصورت اوس بیاراځم ګران خټک صاحب ته همدااوس په جرمني کې د شپې درۍ بجې کېدونکې دي زه هم څوشېبې دمخه  ستړی  راغلم  اودا دغم خبر مې واورېد چې خټک صاحب سترګې پټې کړې .
اناالله و انا اليه راجعون
زړه خو مې غواړي  چې ترسهاره یې  په ویر دا لیکنه وغځوم خوستاسو قدرمنو لوستونکو وخت  به  نه نیسم بس په دا لاندې شعر مو رخصتوم :
خدایه څه  دې پښتنو پسې را اخیستې
یا مو خپله وژنې یا مو په مرمیو
دې مقتل کې په موږ څه تمرین روان دی
خوله تړلي مو وروړي  تر هتکړیو