د پښو تګ يا قدم وهل د جسماني او رواني ناروغيو مخه نيسي.
ـ انسان پر پښو د تللو لپاره پيدا شوی او جوړ شوی دی، نه د دې لپاره چې د ورځې زياتره وخت په ناسته تېر کړي.
ـ د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې انسان هره ورځ بايد حد اقل زر قدمه ولاړ شي چې دا اوسطا ۸۰۰ متره فاصله کيږي. خو سپارښتنه يې دا ده چې لس زره قدمه دې هره ورځ واخيستل شي چې اوسطا اوه نيم کلومتره فاصله کيږي. څوک کولای شي چې د ۷،۵ کلومترو فاصله د يونيم او دوه ساعتو په شاوخوا کې په پياده تګ بشپړه کړي.
ـ د پياده تګ پر وخت باید چې سرعت لږ ډېر وي يعني ډېر آرام آرام نه بلکه لږ چټک تګ ګتور دی. داسي تګ چې ورسره لږ د زړه دربی او ساه اخيسته چټکه شي.
ـ که څوک په دواړو لاسونو کې ځانګړې اوږدې لکړې ولري او بيا اوږد تګ ورسره ورکړي، نو دا لا زيات ګټور کار دی. (Nordic Walking)
ـ پياده تګ د دماغ، زړه، د بدن د اکثريت عضلاتو، د هډوکو، د بندونو، د بندونو د کړپندوکو او اروا لپاره ګتور دی.
ـ په زیاته د ډوډۍ خوړلو وروسته حد اقل نيم ساعت تګ په دې کې مرسته کولای شي چې د شکرې د ناروغۍ راتګ وځنډول شي.
ـ د پښو تګ د شکرې په کمولو کې ګټور ثابتيږي.
ـ په کورني يا شخصي ژوند کې خرابې يا دردوونکې تجربې يا ستونزي چې چا ورباندي خبري او بحث نه وي کړی، يا په اصطلاح دغه غوټې يې نه وي خلاصي کړي، نو هغه رواني تکليفونه لکه زړه بدی، نفستنګي، په ژوند کې د مقصد او هدف د نشته والي احساس، ژور خفګان او نورې ستونزې رامنځته کوي. خو په تګ سره دا ډول رواني فشارونه هم کميږي.
ـ د پياده تګ پر وخت بايد په بشپړه توګه ساه اخيستنې ته پام وشي. يعني بايد د ساه ايستلو پر وخت په بشپړه توګه سږي خالي کړل شي او د ساه اخيستلو پر وخت بايد سږي په بشپړه توګه وپړسول شي. داسي چې د انسان نس ورسره وپړسيږي. دا کار د سږو د حجم د ډېرېدو او د زيات شمېر ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي.
ـ د امکان تر حده بايد هر څوک د موټر، موټرسايکل او نورو وسايطو پر ځای د پښو و تګ ته ځان وهڅوي.
ـ نه تګ یا زیاته ناسته د انسانيت لپاره نوې «تمباکو نوشي» يعني يو زيانمن عادت دی.
ـ د پياده تګ لپاره بايد د امکان تر حده داسي لاره، مسير یا ځای انتخاب کړل شي چې ورباندي د موټرو او نورو وساطو تګ راتګ او په دې توګه زهرجن ګازونه او لوګی يا خو له سره هيڅ نه وي او يا ډېر کم وي. باغونه، پټي، پارکونه يې ښه مثالونه دي.
ـ پياده تګ د عمر په زیاتېدو سره د پنځو حسو د کمزوره کېدو مخه نيسي. څوک چې تګ نه کوي په اصطلاح حسونه يې کمزوره کيږي او «بې حسه» کيږي.
ـ پياده تګ د خوشالۍ هورمون توليدوي او له کبله يې انسان ځان بهتره او خوښ احساسوي
له کوره ووځئ او د بهترې روغتيا او خوندور ژوند پر لور ور روان شئ!