جرمني ته ۸۹ ناروغ ماشومان استول کېږي

جرمني ته ۸۹ ناروغ ماشومان استول کېږي


  • 2 مياشتي دمخه (05/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 48

ټاکل شوې راتلونکې پنجشنبه ۸۹ تنه د هډوکو په میکروب اخته او سخت سوځېدلي ماشومان د درملنې په موخه د آلمان د سولې بنسټ له خوا یاد هېواد ته واستول شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور تېره ورځ د یادو ماشومانو له والدینو سره په لېدنه کې ویلي، چې دا ماشومان به د نوموړي بنسټ په مالي ملاتړ دغه هېواد ته واستول شي او د درملنې ټول لګښت یې د همدې بنسټ لخوا ورکول کېږي. 

د دلاور په وینا، اوس هم په یاد هېواد کې ۷۴ تنه ناروغان ماشومان تر درملني لاندې دي، چې له ډلې يې د ۴۶ ماشومانو درملنه شوې او په راتلونکو دوو ورځو کې به افغانستان ته راستانه کړل شي.  

د افغاني سرې میاشتې او آلمان د سولې بنسټ ترمنځ یوه تړون لاسلیک شوی، چې پر اساس یې یاد بنسټ هغه ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته استوي، چې سخت سوځېدلي وي او د هډوکو په میکروبي ناروغۍ اخته وي. 

د معلوماتو پر اساس، د دغه تړون له کېدو راهیسې تر دا مهاله یاد هېواد د څلور زره او ۹۲۰ په یادو ناروغیو د اخته ماشومانو درملنه کړې ده.