مڼه مو له کومو خطرناکو ناروغیو خوندي ساتي؟

مڼه مو له کومو خطرناکو ناروغیو خوندي ساتي؟


  • 3 کاله دمخه (30/12/2020)
  • زحل وزیري
  • 2011

1: مڼه يو له هغه میوو څخه ده چې د هر ډول ناروغي لپاره ګټوره ده.

 

2: روزانه د يوي مڼي خوړل مو د زړه له حملې څخه ژغوري.

 

3: په هره متوسطه مڼه کې ۲۵۸کالوري انرژي موجوده وي.

 

4: د مڼې ډېر ويټامینونه د هغې په پوټکي کې او د پوټکې لاندې موجود وي، هڅه وکړئ چې مڼه له پوټکې سره وخورئ.

کوم کسان چی يې له پوټکې سره نشي خوړلای، بايد د مڼې پوټکی ورڅخه ډير نازک جدا کړي.

 

5: مڼه د ويټامين A،B او C درلودونکي ده.

 

6: د مڼي شربت د ټوخي او ټپ شوې آواز لپاره ګټوره ده.

 

7: مڼه په زياته کچه کلسيم لري او دغه کلسيم يي په بدن کي د نورو کلسيمونو په جذب کی مرسته کوي.

 

8: مڼه د ځيګر قوي کوونکې او اشتها راوړونکې میوه ده

 

9: مڼه د ساه لنډۍ لپاره ګټوره ده، تر دې چې د مڼې بويول هم ورته تاثیرات ښيي.

 

10: پخه شوې مڼه د معدې او ځيګر قوي کوونکې ده.

 

11: مڼه د وينې د کلوسټيرول د کموالي سبب ګرځي.

 

12: د مڼې خوړل د شکر ناروغانو ته هم ګټوره ده. 

 

13: په سترګو باندې د څو دقيقو لپاره د پاکې او يخې مڼې کيښودل د سترګو درد آرامه کوي.

 

14: د مڼو اوبه د مخ په ښکلا کې هم رول لري، او د مخ ګونځي هم له منځه وړي.

 

15: مڼه د مخ د پوستکې د نرموالي سبب ګرځي، داسي چې پخه شوي مڼه له شيدو سره مخلوط شي او مخلوط یې پر مخ د څو دقيقو لپاره مساژ شي او بيا په نیم ګرام اوبو ومینځل شي.

 

که غواړئ چې روغ او سالم بدن ولرئ نو ډېر کله له مڼې څخه ګټه پورته کړئ.

 

لیکنه: ډاکتره پلوشه حلیم