رحمت شاه سایل په داسې زمانه کې د پښتونخوا د هسک ملاکنډ د درګۍ په «ورتېر» کلي کې سترګې وغړولې، چې د بېلتانه په توره د جلا شوې خاورې له یوې برخې یې یوه لوی ښامار منګولې کښلې وې او بل تازه پکې خپلې منګولې ښخې کړې وې او د وطن بچي یې په ویر اخته وو، څو په شمېر کسان وو چې د خلکو دې ویر او ناورین اندېښمن کړي وو او له دې حالته د را ایستلو لارې چارې یې لټولې، سایل چې د خپلې خاورې بچي تل همداسې ویرجن نه شوای لیدای، په سندرو د هغوی د زخمونو ټکورولو ته یې ملا وتړله او په ټوله پښتونخوا کې یې چیغه وکړه چې «د وير په چم کې وار د نغمو دی»، ولسونه یې چې له پېړیو راهیسې په ویر کې په نغمو او سندرو عادت نه وو، دی یې لېونی وګاڼه، خو ده ورته وویل چې حوصله وکړي «د لمبو په سیوري» دا دوزخي ژوند به یې ډېر دوام ونه کړي او اخر به ورباندې د ازادۍ او سوکالۍ «د ښايستونو د سپرلي بادونه» را والوځي.
د خپلې خوږمنې خاورې د مینې سایل چې څه موده د خپل ولس د دردونو زړي پخپل زړه او ذهن کې وکرل، دا زړي په لویو ونو بدل شول او دا درد په ټول وطن کې خپور شو، سایل یو چا وپوښت: دا درد څنګه دومره ژر خپور شو؟ ده پخپله همېشنۍ ترخه خندا ورته وویل «درد چې د څړيکو څانګې وسپړلې» نو ضرور به خپرېده او دا د څړیکو څانګې به اوس د یو پسرلي پیلامه کېږي، خو خبر نه وو چې دې پسرلي ته لا ډېره اوږده موده پاته ده، ده لا پخپل وینې- وینې تخیل کې د دې «یرغمل پسرلي» د خلاسون زړیو ته د خپل زړه اوبه ورکولې، چې هلته یو «جهاني» شاعر په فریاد ورته وویل چې یو چا «د کابل ګرېوان ته اور توی کړ» او د بېلتانه په توره ستا د جلا شویو وروڼو وینې یې وبهولې، نو ده لا په سندرو کې پوښتنه نه وه کړې چې دا ناورین ولې او تر کومه؟ او دا ولې:
په خپل وطن کې جنګ را په سر دی، هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
پردی غوبل دی پردی اشر دی، هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
ښامار په کټ کټ خندا ترې وپوښتل «د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري؟»، ده لا د «کاروان» د «چینار خبرو ته غوږ نه وو نیولی»، چې د هغه د سمسور او جنتي وطن «د چینارونو نه لمبې ووتې».
سایل به چې تل اورنۍ سندرې ویلې، ځینو «شعر د شعر لپاره» په خیالي خلوتکدو کې پرتو شاعرانو به ترې وپوښتل چې سایل صاحب له اورونو پرته د شعر بله موضوع نه شته؟، ده به بیا ترخه خندا وکړه او ورته وبه ویل: "یره داسې چل دی «حالات چې اور وروري» نو زه به اورونه نه یادوم څه به یادوم، زما هم زړه او روح غواړي چې چرته داسې یو انځورګر وای او د وطن هر ګلالي ته مې ویلای چې «تا له تصوير په گلاب جوړ کړم که نه» او زما د جنتي خاورې هرې ښکلې شاپېرۍ ته مې ویلای چې «تا به په خپل تصوير کې څوک ځايوي»، خو چې زما د وطن د ازادۍ د خوبونو او ارمانونو پسرلي یرغمل دي او «زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم»، زموږ هر «نرګس بیمار بیمار» دی، د سړو چینو او ګڼو ونو په سیوري مو د خوند او ارام ټولې «غرمې لمبې لمبې» دي، نو زه خلکو ته دروغ خو نه شم ویلی جانه!"، په خلوتکدو کې ناستو شاعرانو د سایل صاحب د «دروغ» ټکي په هینداره کې خپله شاعري ولیده، خو نور څه یې ونه ویل او د خاورې دې لېوني مین سایل ته یې تش دومره وویل: واقعي چې «ستا خبرې د سندرو سرنامې» دي.
د سایل د وطن «یرغمل پسرلی» لا په ځنځیرونو تړلی دی او لا یې دی د خلاسون لپاره په 72 کلنۍ کې هم د تخیل په کرونده کې زړي کري، خو په عادي او مصنوعي پسرليو نه خطا کېږي او د خپل وطن هر ګلالي بچي ته وایي چې «یه زړه ګورې دلته به ګل نه سپړې» ځکه چې په «یرغمل خاوره» سپړلي ګلونه هسې هم د تور خزان بادونه بې وخته رژوي، یو چا له سایله وپوښتل چې سایل صاحب ستا «اخري سندره» به کومه یوه وي؟ ده ورته بیا پخپله همېشنۍ ترخه خو خوږه خندا وویل: "زما اخري سندره به زما په ځنکدن واورئ زه خو لا ځوان یم او لا مې زړه له ډېرو ناویلو سندرو ډک دی، خو ځه جانه چې تا تپوس کړی دی نو خپله داسې یوه سندره به درته ووایم چې ته یې زما د خاورې د «یرغمل پسرلي» د راتګ لپاره زما د خوبونو او ارمانونو وروستۍ سندره ګڼلای شې او هغه دا ده چې:
مانه جانانه غوښتي سپورو څڼو ته ګلونه پسرلیه!
چرته خو زموږ کلي ته هم را پېښه وکړه
ماته یې په وچو شونډو ډېر کړي سوالونه پسرلیه!
چرته خو زموږ کلي ته هم را پېښه وکړه".