جاهل ته به سلام کوو یون صیب


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکتر همت
  • 1159

 کله مې چې د یون صيب له حقیقته ډکه  لیکنه ولوسته او د قضاوت په تله کې مې واچوله نو یون صیب زه په ډير افسوس سره وايم چې دوی ستا لیکنې ته د جهل په سترګه کتلي، خو هغه خبره ( کله چې له جاهلانو سره مخا مخ کیږی نو په هغوی سلام وایی) 
یون صیب ستا دواړه لیکنې ما لوستلي، او هغه څه چې تا پر دغه ولس پیرزو کړی،  او که دا شان دغه هر يو کانديد چې نن سبا کې به يې وزن معلوم شي ، پر دغه ملت پیرزو کړي، نو زما په اند چې بې له شکه به دا وطن هم يو ورځ د نورو هېوادونو سره د سيالۍ په کتار کې ودريږي. 
يون صیب هغه شیانو مخنيوي ته اشاره کړي، چې ددغه ملت اوسيدونکي نور هم د بدبختۍ په لوري کشوي، د یون صيب خبره رښتيا ده،

کانديدان  خو په ملک کې دوه وي، درې وي، څلور وي تر اتو يا لسو پورې وي، د کانديدانو دا مارکيټ چې نن صبا کې په راټوکيدو دی، دا په رښتيا سره په ملت ملنډې وهل دي، له امريکا يې زده کړی که نور مو په خپل عقل کې دومره څه نه وي، له روسي يې زده کړی، او همدا شان له نورو ملکونو يې زده کړی، چې هغوی څومره کانديدان خلکو ته وړاندې کوي، د دغه مارکيټ په هکله زه نور څه نه وايم، ځکه چې يون صيب ورباندې له  هر اړخه غږيدلی، زه هم د يون صيب خبرې تايدوم، خو دلته دا هم وايم، چې يون صيب که له دغو ښاغلو سره د دغه زوريدلي ملت غم وای نو دوی به پخپله له دغه کاره لا په سر شوي وای او په حقيقت کې دوی سره يوازې او يوازې د خپل ځان غم دی نور ملت پسې بلاه. 
ښاغلو کانديدانو ته وايم ، چې هسې ددغه پوره وړي ملت پر سر نوره پورونه مه اړوی، خپل ځانونه داسې جوړ کړی چې تاسې ملت وغواړي، نه دا چې تاسې پر زور او يا د يو څو روپيو په مقابل کې په خلکو ځانونه غواړی. 
دا چې څوک به يې وګټي زه يوازې دلته دا ليکم چې درنو هيواد والو، هر چا ته چې رايه ورکوی اول دا محاسبه لږه له خپل عقل سره وکړی، چې ايا دا کس به ددغه ملت لپاره يو ښه زعيم وي؟، ايا دا خو مجرم ندی؟، ايا دا وړ کس دی؟، ایا دا خو د بهرنيو کړيو لاپوڅی ندی؟،ايا ده په تيرو وختونو کې ددغه ملت لپاره څه کړي؟، هدف مې دا دی چې ده دغه ملت د نیکبختی لپاره ايا کومه منډه کړي؟  که نن هسې په دې خالي ميدان لافې وهي، نن خو چې تر کومه ددغه مارکيټ عرضه شوي کانديدان زه ګورم ، نو داسې فکر کوم چې دا ملت به يو ځل بيا د تباهۍ کندې په لور روان شي، د ټولې نړۍ استخباراتي کړیو د خپلې خوښې کانديد دغه مارکيت ته وړاندې کړی، او تر خپله وسه يې هڅه دا ده چې هغه بريالی کړي، خو زه دلته بيآ هم په ملت غږ کوم چې ګوری تجربه شوو باندې دې دوهم او دريم ځل لپاره ازموينې ته اړتيا نشته، راځی داسې يو کس غوره کړو، چې د دغه خفه ملت دلاسا کولو لپاره هلې ځلې وکړي.  
ددغه ملت د فقر له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي، ددوې سوکاله ژوند لپاره هلې ځلې وکړي.   
زه د يو پښتون ځوان په صفت لاندې درې واړو کانديدانو ته وايم، چې دغه  پښتون قوم تر ډيره اول کرزی صيب تا  پيژني، بيا احمدزی او  بيا احدي صيب ، نو زه دا وينا له وړاندې نه درته کوم، که په راتلونکو ټولټاکنو کې تاسو درې واړو کې هر يو بريالی شوی، نو په هيڅ وجه ايتلاف ته زړونه ښه نکړی، د کرزي صيب تیر حکومت  ايتلاف په هلکه زه دومره وايم  ،چې په تیرو ټاکنو کې  دغه ملت تر ډيره په تا اعتبار وکړو، او دا کوم ښاغلي چې تا بيا په خپل ځان راټول کړل له دغو څخه ملت تر پوزې رسيدلی وه، ځکه يې تاته رايه درکړه، هغوی ازمويل شوي وه، له دوی څخه ددغه ملت زړه د تورو وينو ډک وه، خو تا هم بيا هغه کار وکړو، چې وروسته تاته په رايه اچولو سره  ټول پيښمان وه ، 
راځی د يو ليکوال څخه په تقليد پر دغه زوريدلي او کړيدلي ولس هغه څه پیرزو کړو، چې ددغه خاورې د نيمګړو ارمانونو د پوره کولو زيری پکې وي، پر دغه ملت راخورې تورې شپې د سباوون زيری پکې وي. يون صيب په رښتيا سره په خپلو ليکنو کې هغه ټکو ته اشاره کړي ده، چې ددغه ملت په سود دي نه په زيان ، نو داسې چې وي نو بيا ولې حقيقت ته په بدرنګه سترګه ګورو، خو زه په اخر کې يون صيب ته وايم چې زما ډير کم عمر دی او دا خبره به زما څخه تا ډيره وړاندې زده وي، چې جاهل ته به سلام کوې، نو هغه څوک چې حقيقت ته په بدرنګه سترګه ګوري ، ددوی جهل ته به سلام کوو، خو خپله مو چې تر کومه وس وي، حقيقت به تر نور لوستو او نالوستو رسو ځکه ، چې ددې ټولنې ډير کم وګړي، ددغو لاس پوڅو او غوړه مالانو په چل پوه دي، نور ډير وګړي له دغه حقيقته ندي خبر.