له ولسمشر غني سره د بلینکن ټیلفوني خبرې

له ولسمشر غني سره د بلینکن ټیلفوني خبرې


  • 3 کاله دمخه (29/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1303

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلفوني اړیکې له لارې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.

د ولمسشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواو د دوه اړخیزو اړیکو او افغان سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان سولې او یوې سیاسي هوکړې ته د ښکیلو خواو د رسیدو او دایمي اوربند له رامنځته کیدو سره له همکارۍ ملاتړ څرګند کړ.

نوموړي دغه راز ولسمر غني ته ویلي چې د دوحې د هوکړې بیا ارزولو حال کې دی څو روښانه شي چې طالبانو له القاعده سره د اړیکو پرې کولو او دغه راز افغانستان کې د تاتوتریخوالي کمولو او افغان دولت سره د خبرو اترو په ترسره کیدو عمل کړی که نه.

هغه دغه راز هیله څرګنده کړې چې ټول افغان سیاسیون له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرکنده کړه او وروستۍ هدفي وژنې یې وغندلې.

دغه راز په نږدې راتلونکي کې یې له ولسمشر غني سره د ټيلفوني اړیکې خبر هم ورکړ.