تاجکستان: په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته شي

تاجکستان: په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته شي


  • 3 کاله دمخه (17/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1327

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د شانګهای د غړیو هېوادونو سازمان په غونډه کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل غواړي او که له ټولو خواوو پرته حکومت رامنځته‌شي؛ نو بدې پایلې به‌ولري. 

نوموړي دغه‌راز له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه غوشتي، چې افغانانو، په تېره پنجشېر ته چې نږدې دوه میاشتې کلابند دی، بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.

هغه ټینګار کړی، چې ځان‌ غوښتنه، ترهګري او پلان شوي جنایتونه د سیمې، په ځانګړې توګه د شانګهای د غړیو  هېوادونو لپاره اصلي ننګونې دي.

د شانګهای همکاریو سازمان په سږنۍ غونډه کې له ۱۵ د ډېرو هېوادونو چارواکو ګډون کړی؛ خو افغانستان سږ کال د دغه سازمان په ناسته کې ګډون‌وال نه و.