عبدالله عبدالله طالبانو ته: د زور له لارې واک ته نه‌شئ رسېدلای، تېروتي یئ

عبدالله عبدالله طالبانو ته: د زور له لارې واک ته نه‌شئ رسېدلای، تېروتي یئ


  • 3 کاله دمخه (28/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1165

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاګټر عبدالله عبدالله وایي، طالبان د زور له لارې خپل هدف نه‌شي ترلاسه کولای او په وینا یې یوه لویه تېرونه کوي. 

نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې که پر افغان ولس تپل شوې جګړه دوام وکړي، نو حکومت له خلکو د دفاع پرته بله لاره نه‌لري.

ښاغلی عبدالله عبدالله وایي، سوله هر افغان ته لومړیتوب لري او زیاتوي، چې د طالبانو د زور له لارې واک ته رسېدو محاسبه غلطه ده. 

هغه وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ډاډ ورکړی، چې امریکا به د سولې پروسه کې د افغانستان له خلکو سره وي او دغه راز به د افغان ځواکونو ملاتړ هم کوي.

هغه له امریکا څخه تر دوه ورځني رسمي سفر راستنېدو وروسته په خپل لومړني خبري کنفرانس کې ویلي، جګړه د حل لار نه ده او که چېرته طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو فکر کوي، نو غلطه محاسبه یې کړې ده. 

عبدالله همداراز زیاته کړه، د سولې په پروسه کې د نړیوالو ملاتړ له ځان سره لري او تمه ښیي، چې مثبته پایله به ورکړي. 

د عبدالله په خبره، طالبانو د عامه تاسیساتو ورانیو ته دوام ور کړی او دده په ټکو طالبان لا هم د سولې خبرو ته نیت او ژمنتیا نه‌لري.

ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتنه وکړه، چې عام افغانان، علما او سیاسیون دې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاټر ته دوام ورکړي.