له لوی کندهاره څه کم ۴۰ زره ټنه پنبه صادره شوې

له لوی کندهاره څه کم ۴۰ زره ټنه پنبه صادره شوې


  • 2 مياشتي دمخه (26/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 121

 

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږ کال له کندهار، ارزوګان او هلمند ولایتونو څخه بهر ته ۳۹ زره او ۸۶ مټریک ټنه پنبه صادره شوې ده. 

د همدې ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا صادرات له یادو ولایتونو څخه د کندهار ولایت له لارې پاکستان، ایران او ځينو نورو هېوادونو ته شوي دي. 

د دغه دفتر د مسؤل محمد حنیف حقمل په وینا، دا لومړی ځل دی، چې له لوی کندهار څخه په دومره لویه کچه پنبه بهر ته صادرېږي او زیاتوي، چې سږ کال د یاد بوټي کرکېله هم زیاته وه.