د سوریې ولسمشر بشارالسد ویلي چې دوی خبرې کوي، خو اسرائیل عام وژنه کوي.
نوموړي د اسلامي همکاريو سازمان او د عربي اتحادیې په بېړنۍ ناسته کې زیاته کړې چې يوازې په یو قوي اقدام سره د فلسطینیانو حقونه ساتل کېدای شي.
اسد اسرائیلو ته په اشارې ویلي چې عرب خبرو ته دوام ورکوي، خو اسرائیل وژنه کوي، عرب د سولې خبري کوي، خو اسرائیل بیا عام وژنه ترسره کوي.