هیواد ته راواردېدونکي زرګونه قاچاقي مواد نیول شوي

هیواد ته راواردېدونکي زرګونه قاچاقي مواد نیول شوي


  • 1 کال دمخه (05/12/2023)
  • شریف ولي زاد
  • 329

د مالیې وزارت پرون دوشنبه پر ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کي هیواد ته د راواردېدونکو زرګونه کیلوګرامه خوراکي توکو او وسایطو د قاچاق مخه نېولې ده.

د وزارت د معلوماتو پر اساس، په نیول شوو توکو کې ۸۸۱ کارټنه روب، ۷،۴۴ ټنه ګوړه، ۲،۳ ټنه چاکلېټ، درې عرادې بې اسناده موټران او ۳۱ عرادې جاپاني هنډا موټرسایکلان شامل دي.

یاد وزارت که څه هم د نیول شوو کسانو شمېر نه دی په ډاګه کړی؛ خو پر ټوېټر یې لیکلي، چې نیول شوي کسان اړوندو ادارو او ظبط شوي مواد د نیمروز د ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.