الکساندر ویکنتوف:  له طالبانو خپلو ملاتړو هېوادونو لاس اخیستی؛ دا ډله کمزورې شوې ده

الکساندر ویکنتوف: له طالبانو خپلو ملاتړو هېوادونو لاس اخیستی؛ دا ډله کمزورې شوې ده


  • 3 کاله دمخه (06/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1098

انټر فاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو د مرستیال الکساندر ویکنتوف له قوله ویلي، چې طالبان کمزوري شوي او د لویو ښارونو د نیولو لپاره منابع نه لري.

ویکنتوف زیاته کړې، چې طالبان منابع نه لري او ورځ تر بلې د کمزوري کېدو په حال کې دي.

الکساندر وړاندې ویلي، چې روسیه به د بین الافغاني مذاکراتو د چټک کولو لپاره کار کوي او په دغې برخه کې به خپل فشارونه ډېر کړي.

الکساندر ویکنتوف دا خبرې په داسې مهال کوي، چې  په دې وروستیو کې افغان حکومت پر طالبانو بریدونه زیات کړي او یاده ډله کمزورې شوې ده.