افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو مهم قومندان میراجان وژلی

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو مهم قومندان میراجان وژلی


  • 2 کاله دمخه (18/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1259

 تېره شپه د افغان ځواکونو هلمند ولایت کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د هلمند ولایت لښکرګاه ولسوالي په «بولا، سپینه کوته او بشران» اړونده سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په وژل شویو کې یو یې د طالبانو مهم قومندان« میراجان» هم شامل دی.

باید یاده شي، چې په تېرو دوه ورځو کې هلمند کې د ۱۰۰ په شاوخوا کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.