په ایران کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي

په ایران کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي


  • 1 کال دمخه (08/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 519

سمسمور (۱۸غبرګولی۱۴۰۱) د ایران دولتي رسنۍ وايي، چې په دغه هېواد کې د یو اورګاډي د چپه کېدو له کبله لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي او ۸۷ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي پېښه نن سهار په ځايي وخت شاوخوا پنځه بجې د ایران په «طبس» کې شوې ده. 

د ایران د اورګاډو د ادارې د تنظیم مرستیال میر حسن موسوي دولتي تلویزون ته ویلي، چې په اورګاډي کې ۳۴۸ تنه سپاره وو. 

اورګاډی د ایران له مشهد ښار څخه یزد روان و چې له لیکې څخه وتلی او چپه شوی دی. 

دغه اورګاډي ۱۱ واګنونه لرل چې پنځه یې له اورګاډي څخه جلا شوي دي.