د سوریې او افغانستان د پېښو ورته والی

د سوریې او افغانستان د پېښو ورته والی


  • 1 مياشت دمخه (08/12/2024)
  • ایمل پسرلی
  • 102

د سوریې وسله والو هم په شاوخوا دوو اوونیو کې بې له کومې جګړې یو په بل بسې ښارونه ونیول او دمشق ته ورسېدل. 

د دوی هم ځینې سرتیري له خپلو ټانکونو او نورو وسیلو سره ګاونډي هېواد ته واوښتل، افغانانان له نېمروزه  ایران ته او د سوریې  وال بیا عراق ته واوښتل.

داسې ښکاري چې د ایران، روسیې او حزب الله د مرستو له کمېدو یا ختمېدو سره د سوریې پوځ جنګ پرېښود، په افغانستان کې هم د امریکا  او ناټو له پوځي ملاتړ سره جنګ سوړ شو.

په دمشق کې یې لومړنی کار دا و چې د لوی زندان دروازې پرانیزې او ټول زندانیان خوشي کړي، کابل کې د څرخي پله له زندانه ټول زندانیان خوشي شوي وو.

د دمشق تر نیولو وړاندې د دوی د وسله والو مشر نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې دوی د پخوا غوندې نه دي.

دمشق ته د دوی له رسېدو سره ولسمشر کوم نامعلوم لورې ته لاړ. 

په دمشق کې لومړي وزیر ویدیو وکړه، خلکو ته یې ډاډ ورکړ او ویې ویل حکومت به وسله والو ته تر سپارولو دوام کوي. په کابل کې دغسې ویدیو ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي کړې وه.

د سوریې نظام هم په یکشنبه لاړ د افغانستان هم.

د سوریې وسله والو هم کټ مټ هغسې لومړنۍ ویدیو وکړه چې طالبانو په ارګ کې ثبت کړې وه.

د سوریې د وسله والو بیرغ هم کټ مټ د طالبانو د بیرغ غوندې تک سپین او په تور رنګ پرې کلمه شریفه لیکل شوې، خو د دوی وسله وال د خپل بیرغ تر څنګ تر اوسه د سوریې ملي بیرغ هم لري هغه یې نه دی لیرې کړی.

اوس نو د سوریې وسله والو ته د ټولو سترګې دي چې په کور دننه او بهر څه ډول مشروعیت مومي، وبه یې مومي که به بېرته بالاخر جګړو او د ګاونډيو لاسوهنې ته لار پرانیزي. 

 

ستاسو نظر څه دی؟