موږ ګرځند هوښمند تیلیفون ګرځوو، په موټرو کې سپریږو، تلویزیون ګورو او کمپیوټر پېژنو... خو دا هرڅه په دې مانا نه دي، چې موږ په خپله زمانه (یویشتمه پېړۍ) کې ژوند کوو.
د یویشتمې پېړۍ انسان د «ډار» له زمانې عبور کړی او څوک یې ډارولی نه شي.
موږ افغانان د باور، رواني تکیې او فرهنګ له نظره د «ډار» په بدوي زمانه کې اوسو. زموږ ملي بدمرغي په دې کې ریښه لري، چې دغه ډار موږ زرګونه کاله شاته ساتلي یو، اوس به وایاست دا څه مانا؟
بشریت د خپل لسګونه زره کاله تاریخ په اوږدو کې دوه ډوله ټولیز(جمعي) ډار تېر کړی دی.
لومړی، له طبیعت څخه ډار؛ خورا لرغوني انسانان له ولږې، تالندې، توپان، واورو، داړونکیو ځناورو، سیلاونو او تروږمۍ څخه ډارېدل.
انسان د طبیعت له ډار سره دوه ډوله چلند غوره کړ. لومړی عقلاني او دویم اساطیري چلند. عقلاني چلند دا و، چې له داړونکیو ځناورو د ځان ژغورنې لپاره یې ډبرې وتراشلې او وسله یې ترې جوړه کړه، له لوږې د خلاصون لپاره یې ښکار او بیا روسته کرنه پیل کړه او له تروږمۍ د خوندي کولو لپاره یې اور کشف کړ او بیا روسته یې پسې د ښکار غوښه هم پرې پخوله. له تالندې و توپان څخه به یې د غرونو په مغارو کې ځانونه پټول او روسته یې د کورونو جوړولو چل زده کړ...
اساطیري چلند یې بیا دا و، چې د هر څه لپاره یې یو خدایګوټی وټاکه، د تالندې، باران، توپان او لمر و ښکار او هرڅه لپاره. د دوی خدایګوټي(ارباب الانواع) تخییلي ځواکونه ول، ورو ورو یې دغه خدایګوټي دومره غټ کړل، چې پخپله همدا خدایګوټي د (ډار) په سرچینو بدل شول.
د بنیادمانو د دویم ډار دوران هغه وخت پیل شو، چې یوشمېر هوښیارو، فریبکارو او درواغجنو انسانانو د واک و ځواک راخپلولو لپاره خدایګوټي وپړسول او بیا یې ځانونه د دغو ارباب الانواعو استازي معرفي کړل، دوی نورو خلکو ته وویل: موږ خدایانو رااستولي یو، چې پر تاسو واکمني وکړو او که تاسو زموږ مخالفت وکړئ، ارباب الانواع به مو په سختو عذابونو کې ښکېل کړي...
د مصر فراعنه یې بېلګې دي. هر هغه څوک چې خلک د خدایانو له ویرې خپل بې قید و شرط اطاعت ته مجبوروي فرعونان یې ګڼلی شو.
دا دویمه ویره خورا پېچلې، ژوره، اوږدمهالې او سخته وه. د دویمې ویرې سرچینې نه لیدل کېدې. (نامرئي ارباب الانوع) د ځینو انسانانو له خوا تعریفېدل او د (ډار) د طبیعي سرچینو په پرتله یې یې نه منل سخت و.
خو د بشریت تاریخ تل داسې وګړي او ټولنیز پاڅونونه زېږولي، چې له هر ډول ډار څخه د خلاصون او ازادۍ لپاره یې مبارزه کړې او بریالي شوي دي.
رېنسانس له هغه ډار څخه د انسان د ازادۍ بشري بریا وه، چې د چالاکو، درواغجنو او واک و ځواک ته د تږیو روحانیونو په وړاندې یې د بشریت پاڅون رهبري کړ.
انسانانو له دویم ډار څخه د خلاصون لپاره د بشري حقونو نړیواله اعلامیه رامنځته کړه او موډېرن قوانین یې قرارداد کړل.
د (حق) خاوند انسان ازاد انسان دی. او د (ډار) له زمانې راتېر شوی دی.
هغوی چې نورو انسانانو ته وايي: (وویرېږئ!!!)
تل د دغو ډارولو شاته، خپل سیاسي - اقتصادي واک و ځواک لټوي.
موږ هم د هغوی له خوا د «ډار» په زمانه کې په ژوند کولو محکوم یو، چې د همداسې «ډار» په تمثیل پر موږ حکومت کوي.
هغوی چې د ماوراءالطبیعي ځواکونو په استازولۍ پر خلکو استبدادي واک چلوي او ځانونه د ارباب الانواعو استازي بولي اویوازې په همدې امتیاز قدرت انحصاروي، د خپلې زمانې فرعونان دي.
موږ د ډار له زمانې راتېر شوي نه یو.
حللاره دا ده، چې:
ټول «ډار» لرې وغورځوو او د خپلو انساني حقونو په راخپلولو د نن زمانې انسانان شو.