په چابهار بندر کې ۵۰ سلنه ترانزیت زیات شوی

په چابهار بندر کې ۵۰ سلنه ترانزیت زیات شوی


  • 3 کاله دمخه (15/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1112

 

له تېر یو کال راهیسې په چابهار بندر کې ۵۰ سلنه ترانزیت زیات شوی دی.

کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان چې د ایران، هند او افغانستان سوداګریزو ستونزو په تړاو ناستې ته خبرې کولې وویل، چې له تېر یوه کال راهیسې په چابهار بندر کې ۵۰ سلنه ترانزیت ډېر شوی دی.

چارواکي وایي، چابهار د افغانستان یو له مهمو بندرونو څخه دی چې له دې لارې د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونه له ایران، هند او اروپا سره وصلوي.

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې ورستیو کې چابهار بندر کې سوداګرو ته د پیسو انتقال په برخه کې څه ستونزې پیدا شوي، چې د حل پر لارو چارو یې خبرې وشوې.