ځان سم پیژندل او پر خپلو وړتیاو، کړنو، تصمیمونو ښه پوهیدل او خپل ځان د ارزښت وړ ګڼل د ځاني باور او اعتماد په مانا وي، که څه هم دا څیزونه کیدلاۍ شي د ځینو نیمګړتیاو سره مل وي او یا به نورو ته د تصدیق وړ نه ښکاري. د ځاني باور له نورمالې کچې ډیریدل او یا لږیدل دواړه د ستونزو لامل کیږي او د انسان رواني حالت تل مدام اغیزمنولاۍ شي. یوه اړینه خبره دا ده چې کلتوري او ټولنیزو توپیرونو دا موضوع څه نا څه پیچلي کړې ده، هغه څیزونه چې افغانان یې شرم، حیا، غیرت او عاجزي بولي په اروپایې هیوادونه کې یې بې جرتي، بې زړه توب، تنګ نظري او په ځان بې باوري یا لږ باوري ګڼي خو هغه څه چې په اروپا کې نورمال ګڼل کیږي موږ ته سپین سترګي، بې ادبي، بې غیرتي او بې شرمي ښکاري. تکړه او هوښیار انسان ته په کار دا ده چې وکولاۍ شي تل مدام د حالاتو سره سم ځان سمبال او برابر کړي، خپل کلتور یواځېنۍ او تر ټولو ښه کلتور و نه ګڼي خو تر خپلې وسې پورې یواځې خپل کلتوري ښېګیړې ټینګې کړي او له خرابو یې ځان وساتي، همداسې د نورو کلتور ته بشپړ درناوې وکړي او دې توپیرونو ته د انساني ژوند د ښکلا په سترګه وګوري.