ننګرهار کې پولیسو هغه مېرمن ونیوله، چې نوی زېږدلی ماشوم یې تښتولی و.

ننګرهار کې پولیسو هغه مېرمن ونیوله، چې نوی زېږدلی ماشوم یې تښتولی و.


  • 3 کاله دمخه (25/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1141

د ننګرهار امنیې قومندانۍ هغه نوی زیږېدلی ماشوم له تښتونې ژغورلی، چې خوږیاڼو ولسوالۍ کې له زېږېدنې وروسته د یوې مېرمنې له لوري تښتول شوی و.

 

د ننګرهار امنیه قومندانۍ وايي، چې تېره ورځ د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په روغتون کې یوې مېرمنې، نوی زېږدلی ماشوم له ځان سره وړی و، چې د پولیسو له لوري ونیول شوه.

 

نیول شوې مېرمن په اصل کې د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکې ده؛ خو اوس مهال د خیبر پښتونخوا په چارصده کې اوسېږې.