د م.م امنیت شورا: پاکستان د ترهګرو روزونکی دی؛ پاکستان: پر موږ تورونه دي؛ نه یې‌منو

د م.م امنیت شورا: پاکستان د ترهګرو روزونکی دی؛ پاکستان: پر موږ تورونه دي؛ نه یې‌منو


  • 3 کاله دمخه (08/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1193

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او په خبره یې چې دغه هېواد د ترهګرو په یو روزنځای بدل شوی دی.

خو بل‌خوا بیا پاکستان وایي، چې پر دوی د ترهګریزو ډلو د ملاتړ  تورونه دي او زیاتوي، چې منلو ته یې به یې هېڅ‌کله غاړه کېنږدي.

دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هند او د ځینو نورو هېوادونو استازو وکړې او ویلي یې دي، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو روزونکی دی او دغه‌راز یې ټینګار وکړ چې نړیوال باید په دغه هېواد کې د ترهګرویزو ډلو مرکزونه په نښه کړي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي، دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه ورته د منلو نه‌دي.

هغه همداراز ویلي، چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی له پامه غورځول شوي دي. 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه وړمه ورځ د امريکا، هند او يو شمېر نورو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه، چې په‌کې په افغانستان کې روان ناورین ته د پای ټکي اېښودو ټنګار وشو. 

د دوی په خبره پاکستان باید په افغان‌سوله کې خپله رښتینې همکاري ثابته کړي او په یاد هېواد کې دې د جګړو له ملاتړ لاس واخلي.