په ۱۶ ولاتونو کي د پولیو کمپاین پیل شوی

په ۱۶ ولاتونو کي د پولیو کمپاین پیل شوی


  • 2 مياشتي دمخه (28/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 108

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، نن یې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ په وړاندې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل کړی دی.

 

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه ویډيو کې ویلي، چې په دې کمپاین کې به په ذکر شویو ولایتونو کې ۶،۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ دوه څاڅکي واکسین ورکول شي.

 

زمان همدارنګه ویلي، چې په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې.

 

دا کمپاین داسې مهال پیل شوی، چې تر دې وړاندې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړی وو، چې سرپرست حکومت د پولیو ناروغۍ پر کمپاین بندیز لګولی؛ خو زمان دا راپورونه رد کړي وو او ویلي یې وو، چې سرپرست حکومت له شرعي لارو د پولیو واکسین تطبیق کوي.