رویټرز: د ا یران او روسیې ترمنخ پوځي همکاري زیاته شوې

رویټرز: د ا یران او روسیې ترمنخ پوځي همکاري زیاته شوې


  • 9 مياشتي دمخه (13/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 310

رویټرز خبري اژانس وايي، چې د ایران او روسیې ترمنځ پوځي همکاري زیاته شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، ایران روسیې ته ګڼ شمېر قوي بالیستیک توغندي ورکړي دي.

بل لورته امریکا وايي، د روسیې له وحشیانه جګړې سره د مرستې په غبرګون کې به واشنګټن په تهران نور بندیزونه هم ولګوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا یواند جان کربي ویلي، ایران له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره مرسته کوي او اوس مهال یاد هېواد د میلیاردونه ډالرو پوځي تجهیزاتو پیداکولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې روسییې له شمالي کوریا څخه هم ګڼ شمېر توغندي تر لاسه کړي.

ایران له روسیې سره تل د پوځي مرستو خبرونه بې اساسه بللي؛ خو روسیه وايي له اوکراین سره په جګړې کې د نورو مرستو ته اړتیا نه لري.