آیا د بیړني حالت د اعلان وخت نه دی رارسیدلی؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اختر محمد سمون
  • 1363

  د افغانستان د اساسي قانون يوسلو دري څلوېښتمه ماده وایي: ((كه دجګړې، دجګړې د خطر، وخيم اغتشاش او طبيعى آفاتو او يا ورته حالت له امله د خپلواكۍ او ملي ژوند ساتنه له هغه بهير څخه چې په اساسي قانون كې ټاكل شوى، ناشونې وګرځي د جمهور رئيس له خوا د ملي شورى په تاْييد د هېواد په ټولو او يا ځينې برخو كې اضطرارى حالت اعلانېږي. كه اضطراري حالت تر دوو مېاشتو زيات دوام ومومى د هغه د اوږدولو لپاره د ملي شورى موافقه شرط ده.))
په هیواد کې جګړه روانه ده، زموږ د ګران هیواد له هر ګوټ څخه هره ورځ د مرګ ژوبلو خبرونه را رسیږي او ددې جګړو د زیاتیدو او په ټول هیواد کې له کنترول څخه د وتو ویره هره شیبه محسوسه ده.
له بلې خوا له څو اوونیو راهیسې بل هیواد په افغانستان ښکاره تیری کړی او په راکټي او د توپخانې په بریدونو کې یې هره ورځ زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدانیږي، کورونه یې ورانیږي او ډیری نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کیږي، که پاکستان له خپل هیواده زموږ په خاوره تیری پیل کړی هلته بل ګاونډي ایران د افغانستان جګړه مارو ډلو ته نوې او پرمختللې وسلې ورکړې دي او له ایران سره په پوله ځینې سیمه ایزافغان  امنیتي چارواکي زموږ خاورې ته د افغان جګړه مارو په جامه کې د ایرانیانو د ننوتو خبرې هم کوي، چې په جګړه کې مخامخ برخه اخلي.
بلخوا په هیواد کې میشتو بهرنیو سوله ساتو ځواکونو له هیواد وتل پیل کیږي، ورسره سم په حکومت کې د پراخ ادارې فساد او نورو ستونزو له امله د پیسو نړیوال صندوق خپلې مرستې ځنډولې، دافغانۍ ارزښت هره ورځ په ټیټیدو دی او زموږ هیواد دسیاسي ، امنیتي بې ثباتي ترڅنګ د اقتصادي بې ثباتي په لور هم روان دی.
په دولت کې د ولسي جرګې د تیرو ټاکنو له وجې چې د ټاکنو په کمیسیون کې د پراخ فساد له امله له درغلیو او خیانتونو ډکې وې، کړکیچ رامنځ ته شوی او د قضاییه، اجرایه او مقننه قوو ترمنځ اختلاف اوج ته رسیدلی.
د عدلي او قضایي ارګانونو پریکړې نه عملي کیږي، قانون جوړونکي په قانون ماتوونکو بدل شوي. ددغو ارګانونو ترمنځ هره ورځ ناندریو او زور ازمایلو له خلکو سره نوې اندیښنې پیدا کړې دي، خلک تشویش لري او پوهیږي چې که د بهرنیو ځواکونو ویره نه وي دولتي ارګانونه به یې د ۱۳۷۱ کال په څیر په تنظیمونو او جګړه مارو ډلو بدل شي ترمنځ به یې وسله والې نښتې وشي او هیواد او پلازمینه کابل به بیا د کوڅه په کوڅه جګړو کندې ته ور ټیله کړي.
په هیواد کې قانون نه پلی کیږي د حکومت اوامر پخپله په ځینو حکومتي ادارو کې نه چلیږي، یوه پراخه خپلسري رامنځ ته شوې ده. د موجودو اختلافونو او ډیرو نورو ستونزو د حل دروازه هم تړلې ښکاري، دولت د خپلو مصلحتونو له وجې ددغو ستونزو له هواري څخه عاجز بریښي، ویل کیږي چې د ولسمشر دوهم مرستیال د قومي تړاو له مخې په دې کلک ولاړ دی وایي چې که د ټاکنو په پایلو کې کوم بدلون راځي ، دی به استعفی ورکړي او که دی استعفی ورکړي بیا خو نو زموږ دولت په دې وطن کې داسې څوک نه ویني چې دده پر ځای یې وګوماري. 
دغو ټولو ستونزو، اختلافونو، ناکامیو، بې ثباتیو او ورځ په ورځ زیاتیدونکو جګړو او ستونزو ته په پام سره آیا ددې وخت نه دی رارسیدلی چې زموږ ولسمشر له خپلو قانوني واکونو څخه په استفادې سره په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړي؟
لازمه ده په دې برخه کې دهیواد حقوقپوهان او نور کارپوهان پراخې سلامشورې پیل کړي او پخپلو مشورو سره له اوسني حالته د راوتلو لارې چارې ولټوي.چې یو له هغو څخه د بیړني حالت اعلانول دي. او دولت هم باید په دې برخه کې ژور فکر وکړي دهرې ورځې په تیریدو سره حالات له کنتروله وځي، خدای مه کړه داسې ونه شي چې بیا هیڅ ونه شو کولی او هغه وخت به بیا د بیړني حالت اعلانول هم زموږ دستونزو په هوارولو کې اغیزمن نه وي.