د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ له کاملا هرېس د پوتین په ملاتړ ناخوښي ښودلې ده.
نوموړي په وېسکانسين کې د خپل ټاکنيز کمپاین يوې غونډې ته ویلي، چې که قدرت یې په لاس کې وای د اوکراین جنګ به هیڅکله نه ؤ پېښ شوی.
ټرمپ زیاته کړې، چې پوتین ښه پېژني خو له کاملا هرېس د پوتین ملاتړ بد احساس ورکړی دی.
د يادونې ده چې تردې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادېمير پوتین ویلي وو، چې د امریکا په ټاکنو کې له هرېس ملاتړ کوي.
پوتین زیاته کړې وه، چې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا لخوا پر روسیې ګڼ بندېزونه لګول شوي وو.