برېتانیه: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پلان نه‌لرو

برېتانیه: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پلان نه‌لرو


  • 3 کاله دمخه (02/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1115

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وایي، چې د افغانستان په هکله طالبانو سره د خبرو اړتیا نشته او په خبره یې، چې هېواد یې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پلان نه‌لري.

نوموړي د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې د قطر د چارواکو سره یې په دې خبرې کړې، چې باید په افغانستان کې په راتلونکي کې ترهګرو ته ځای ورنه‌کړل شي، د بشري ناورین مخه ونیول شي، د سیمې ثبات وساتل شي او طالبان په‌خپلې دې ژمنې کې مسؤول وبلل شي چې "ټول شموله" حکومت به جوړوي.  

د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز ویلي، چې لومړیتوب یې د برېتانویانو، افغان همکارانو چې د بریتانیې د حکومت سره یې کار کړی او د خطر سره مخ دي په خوندي توګه ایستل دي.  

د ډومنیک راب په وینا، چې د سیمې د هېوادونو د مشرانو سره په دې اړه غږېږي؛ ترڅو دغه کسان د یو درېیم هېواد د لارې بریتانیې ته ولېږدوي.