د امریکا پوځ وايي، هغه کښتۍ یې نیولې، چې حوثیانو ته یې ایرانۍ وسلې انتقالولې.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کښتۍ یې په عرب سمندرګي کې نیولې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شوي وسلو او مهماتو کې د توغندیو د اجزاو، چاودیدونکو توکو او نورو پوځي وسایلو څه باندې ۲۰۰ بستې شاملې دي.
د سنتکام قوماندان مایکل ایریک کوریلا ویلي، چې دا په سیمه کې د ایران د ویجاړونکو اقداماتو یوه بله بېلګه ده.
دهغه په خبره، حوثیانو ته د پرمختللو ایراني وسلو د ورکړي دوام، په نړیوالو اوبو کې د کښتیو امنیت او د سوداګرۍ آزاد بهیر له ګواښ سره مخامخ کوي.
بل لورته ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده حوثيانو په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې په سور سمندرګي کې د عدن په خلیج او باب المندب په تنګې کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د نړیوالو تجارتي کښتیو تګ راتګ کډوډ کړی دی.