شاوخوا دوه کاله وړاندې افغان کلتوري ودې ټولنې اعلان وکړه چې دغه فرهنګ پاله ټولنه به د ارواښاد اسحاق ننګیال شعري ټولګه سیندونه هم مري له سره چاپوي، مزار به یې په پاخه او اساسي توګه جوړوي او د لغمان په ولایت کې به یو ښونځی د ننګیال په نامه کوي.ځکه چې ننګیال خپل ټول ژوند له خپلې ژبې او هېواد نه ځار کړی و.
سیندونه هم مري دانش لالا چاپ کړ، د ننګیال مزار باندې یې کار پیل کړ، لا لس فیصد کار نه و تر سره شوي چې په لغمان کې یې یوه لویه غونډه جوړه کړه او اعلان یې وکړ چې د (نمبریک) په نامه ښونځی یې د ننګیال په نامه کړ، خو کله چې غونډه خلاصه شوه د قبر کار هماغسې نیم ګړی پاتې شو، هغه ښونځی تش په نامه د ننګیال په نامه شوی و، یانې په رسمي ډول د ننګیال په نامه نه و شوی بلکې یو تقلبي او نمایشي کار و.
بلاخیره دوه کاله ورورسته آرش ننګیال چې کله د کلتوری ودې ټولنې نه ناهیلی شو، خپل شخصی جایداد یې خرڅ کړ او د ننګیال په قبر یې کار پیل کړ، چې اوس هم کار پرې روان دی. هغه ښونځی چې په تقلبی توګه د ننګیال په نامه شوی و، دا مهال د شمال ټلوالې او جنګ سالار ډاکټر عبدالله لغماني په نامه شو. دا ټول کارونه، نه یوازې په ننګیال پورې ملنډې حسابېږي بلکې په ټولو پښتنو باندې ملنډې وهل شوي دي. نو دغه تجارتي ټولنه باید ددغو کارونوجبران ورکړي کنه ټول پښتانه به ددط ټولنې پر وړلاندې خپل غږ پورته کړي او لعنت به پرې ووايی.