د شمسزي غزل ملنګ تبصره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ملنګ
  • 1389

 
 
 
د ښاغلي عزت الله شمسزي نوي غزل باندي د ملنګ ورور په نامه کرکتنه یې کړي چي د شمسزي ویبلاګ نه یی تاسي ته د لوستو لپاره پرلیکه کوم. او د ښاغلي ملنګ ورور نه هیله کوم چي خپل پوره نوم ماته د اړیکې لري ولیږي
په مینه سمسور
 
دلته تياره کې هر سړى هوا تـــــه خــــــاورې شيــــــندي
په سترګو پام کوه دنيا رڼــــــا تـــــــه خــــــــــاورې شيندي
 
اوس مو خواخوږي نه شته اوس که مونږ هجرت هم کوو
خلک د اوبو په ځاى زمـــــونــــږه شاتــــه خـــاورې شيندي
 
داسې خلک شته، کوي سجدې هر راخــــــتونـکي لمر ته
داسې خلک شته، چې هر زاړه پاچا ته خــــاورې شيندي
 
وايي د ژوند کنډول دې ډک وي له تـــــرخـــــو زهـــــرو نه
زما په لپه کې راټـــــــــول دوا تـــه خــــــاورې شيــــــندي
 
شمسزيه دلته که د چا د ژونـــــدون خـــــير هــــم غواړې
لکه ياغي ګردونه ســـــتا دعــــــــا ته خـــــــاورې شيندي

سلامونه اونیکې هیلې !
ښکلې غزله ده ملګروخوپرې یوڅه لیکنه کړې ده خو زه افسوس په دې کوم چې زموږځینې پښتانه لیکوالان ولې له فرهنګه دومره لري دي ددې پرځای چې په غزل یوڅه ولیکي په لیکوالانوپسې یې بې مورده راخیستې دایې یوه مشغولاګرځولې یا خودغسې خلک ددې وړتیا نلري چې ښه څه دې ولیکې اویا هم په دې اوتوبوتومعتا د شوې دي او بله لاره نلري لومړی زه دغه لیکوالانوته وایم که خبره سپین زر ده نو چوپتیا سره زرده یا غلي شي او يا ښه وایې که تاسو دافکر کوی چې موږبه په دغه اوتوبوتو خلک خندولي وي هو تاسوخلک خندولي خوپه ځانونوپورې اوس به دشمسزي صیب غزلې ته راشواوهڅه به وکړم چې یویو بیت یې روښانه کړم
دلته تياره کې هر سړى هوا ته خاورې شيندي
په سترګو پام کوه دنيا رڼا ته خاورې شيندي
مطلع په زړه پورې ده شاعرپه مطلع کې څلورشیان راخیستې (تیاره ، هوا، سړی ،خاورې) تیاره دلته دسمبول په شکل کاریدلې تیاره دویرې سنبول دی ،تیاره د غم سنبول دی ، تیاره د پردې سنبول دی ، تیاره دماتم سنبول دی ، تیاره دارامې سنبول دی خود شاعرموخه له تیارې نه ما تم دی مو ږ اوتاسې داسې محاورتې جملې ډیرې کاروو چې په سریې خاورې بادولې خوشاعر په سرباندې دخاورو بادولوجمله نه ده راوړې دسرپرځای د هوا کلیمه له دې امله راوړې چې په هوا کې تعمیم دی او په سربادولوکې تخصیص دی اودجملې له سیاق سره تعمیم ډیراړخ لګوي شاعرداسې ونه ویل چې په هواکې خاوري شیندي ځکه په هواکې خاورې شیندل اوهواته خاورې شنیدل سره ډیرتوپیرلري (هواته خاورې شیندې )په دغه نیم بیته کې مکنیه استعاره پرته ده استعاره په خپل ذات کې تشبيه ده خودلته دتشبه توري اوهمداډول مشبه به حذف شوې ده هوایې له انسان سره اویاهم سترګوسره تشبیه کړې ځکه چې خاورې شیندل په عرفی حقیقت کې انسان ته اویاهم دانسان سترګوته کیږي نوهوایې له انسان سره تشبیه کړه اوبیایې انسان چې مشبه به دی حذف کړاو دانسان دلوازمونه یې یوڅه پریښودل
په سترګوپا م کوه د نیا رڼا ته خاورې شیندې
کیدای شي چې د لته داپوښتنه مطرح شي چې خاورې رڼا ته شیندل کیږې اوپه سترګوزه لاږدم داڅنګه کیدالای شي خو په حقیقت کې درڼا اوسترګوترمنځ یوه ژوره اړېکه شته له رڼا پرته سترګې څه نشې لیدلی لکه سترګې چې عینې رڼا وي او یاهم رڼا دسترګویوجز وي موږورځنې ژوند کې وایې سترګې مې رڼې شوې په سترګوکې دې رڼا ښکارې حمزه با با وایې
ښه راغلې ریبا ره ........... سترګوکې چې ستا درڼا څه مطلب
اوکه یې تجرید واخلوبیا هم سمه ده په تجرید کې د مشبه اومشبه به ترمنځ توپیرورکیږي نه لیدل کیږي خو هلته محاورتې قرینه موجوده ده نو لومړۍ شننه یې تردوهمې پیا وړې ده
اوس مو خواخوږي نه شته اوس که مونږ هجرت هم کوو
خلک د اوبو په ځاى زمونږه شاته خاورې شيندي
په دې بیت کې دعابد صیب خبره رایاده شوه چې ویلې یې ووکه دهجرت پرځای سفرراشي ښه به وي خوزه وایم چې په دې ځای کې د سفر د کلیمې په پرتله دهجرت کلیمه ډیره قوي دی دهجرت د کلیمې په اوریدولوسره موږیوه تراژیدې سترګوته دریږې هجرت دظلم اوزوردزیاتیدوله امله کیږی خوسفر پرته له دغې لاملونوترسره کیدای شي یوتن امریکا ته سفرکوي جرمنې ته سفر کوي اوپه دې ډیر خوشالیږې هم چې هلته ورسیږې کورنۍ یې هم خوشاله وي خوچې کله هجرت کیږې نوانسان نه هرڅه پا تې کیږې کورزمکه ،باغ ګاونډ.......خودهجرت پرمهال ټول خلک خفه وي ګاونډیان هم ژاړې اوداهم نه وی مالومه چې کومې خواته ځې ایا دسرپنا به ولري اوکه نه څوک به ځای درکړې اوکنه..................او په دغسې سخت حالت کې خدای مه کړه څوک درپسې خاورې وشیندې ګاونډیان دې درباندې خوشاله وي اوهیڅوک داسې پیدا نشې چې ستاسره خواخوږې وکړې نوبیا درمعلومه شي چې څومره زورلري
خبره رانه اوږده شوه
په دغه بیت کې له تصوره نه راوتلی په زړه پورې تصویرځای شوی دی زمونږډېرکره کتونکې دتخیل اوتصورترمنځ توپیرنشې کولی په عمومیاتوکې که تصوراوتخیل یوشان دی خوولې بیا جزیتا توکې سره توپیرلري ډیربه داوایه چې دغه ښه تخیل دی خوداتخیل ځکه نه دی چې تخیل وجود نلرې اوتصوردپنځګونې حواسوپه مرسته دتصویرجوړونه ده او د تخیل افراد په ځانګړې توګه شته خوپه ترکیې ډول شتون نا شونی دی مثلا دملغروزمکه ملغرې هم شته اوزمکه هم شته خوپه ترکیبې ډول یې موندل ناشونې دی
شاعرپه دغه بیت کې یوښکلی تصویرځای پرځای کړی دی تصویرونه په ټولنه شته دا دشاعر کمال نه دی خو دشاعرهنرپه دې کې چې نوی یې کړي په بل تعبیر تصویرونه په ټولنه کې داسې پراته دی لکه شیندلې ملغلرې شاعریواځې دغه ملغلرې په وریښمین تارکې پی او امیل ترې جوړه وې د لته شاعردغه ارزښتناکې ملغلرې د وریښتموپه تارپیلی اویوواقعې انځورته یې د خپل سحرګر هنر په جادو دخپلونفسیاتوسره سم تغیرورکړی

داسې خلک شته، کوي سجدې هر راختونکي لمر ته
داسې خلک شته، چې هر زاړه پاچا ته خاورې شيندي
دلته شاعردخپل زړه بړاس ایستلی سره له دې چې د چا شخصیت ته یې کومه صدمه نه ده اړولې شاعر لمردپا چا لپاره سمبول کړی دغه سمبول مو دزاړه پاچا دکلیمې پرمټ وټاکه په عربۍ کې یوه مقوله ده چې وایې( تعرف الاشیا با ضدادها ) شیان په خپلواضدادوپیژندل کیږي شپه په ورځ او خند په ژړا چې زاړه پاچا ته خاورې وشیندل شوې اوهرراختونکی لمرته دتعظیم سرټیټ شوو نوده دا جوته شوه چې دغه نوی پا چا دی شاعردخپلې ټولنې انځورګردی هغه واقیعتونه راخلي خودواعظ سره یې دومره توپیردی چې واعظ هرشی نیغ په نیغه وایې خوشاعربیاهرشي په نا مستقیمه توګه وړاندې کوي تاسوبه لیدلی وي نن سبا چې دټولټاکنوخبرې ګرمې روانې دي نو دولسمشرنیږدې خواخوږې هم دنوروکاندیدانودروازې ټکوی شاعرد سجدې کلېمه ذکر کړې اوسجده دالله نه بل چاته کول شرک اوکفر دی نوشاعرهم دغه کارته په سپکه سترګه ګورې
دلته عابد صیب لیکلي دي چې سجدې کلیمه دې په کوي باندې رامخکې شي خوزه وایم چې کوي کلیمه په خپل ځای خوندوره ځکه ده چې که سجده دې یاده کړه نواوریدونکی دی په مطلب ورساوه اوتلوسې ته دې دپا ی ټکی کیښود که داسې وی ( داسې خلک شته ،کوي ...) د لته یوڅه تلوسه پاتې کیږي څه کوي ؟ خود سجدې په اوریدلو سره خبره پای ته رسیږې دایوه شرعې اصطلاح ده اوډیره زیاته مشهوره هم ده نودغه نیم بیته په خپل ځای سمه ده
وايي د ژوند کنډول دې ډک وي له ترخو زهرو نه
زما په لپه کې راټول دوا ته خاورې شيندي

په دې بیت کې شاعرد ټولنې یوې بلې ناخوالې ته ګوته نیولې ده اوهغه رخه ده ،کینه ده ،حسده دی متاسفانه په پښتنه ټولنه کې داډیره ناولې ناروغي ده چې تربور تربورولې اوحتې که یوڅوک لګ پرمختګ کوي دبل ورباندې نه لوریږې دایوډول اروایې ناروغې ده چې د کم علمۍ اوبیوزلۍ نه رامنځ ته کیږي شاعرژوند دکنډول سره ورته کړی ترڅویې دخلکوله نفسیاتوسره سم انځورکړي په پښتوکې کنډول ترکنډولي فرق لري کنډولی دخاروجام ته وایې رحمان با با وایې (ما رحمان لره دخاورې کنډلی دی )او کنډول دخم ماتې شوې ټوټې چې اوبه پکې ځای شي خوترې تویږي خوپه ځینوپښتنې سیموکې کنډول دسپې لوښې ته وایې چې له خاورې جوړوي اوکنډولی هغه دخاوروجام چې انسان پکې اوبه څښې زهردکنډول لپاره مناسب اوپرځای کارول شوي دي
په دوهمه نیمه بیته کې لفظي تعقید پروت دی صفت با ید دموصوف تابع وی اوتاکید دموکد .....که موصوف مونث وی صفت با ید هم مونث وي که موصوف مذکر وي صفت با ید هم مذکر وي او که موصوف واحد وي صفت با ید هم واحد وي که موصف جمع وي نولازمه ده چې صفت هم جمع وي دلته ددوا کلمیه مونثه ده او شاعر یې صفت یاقید مذکر راوړی دی باید داسې وی راټولې دوا
شمسزيه دلته که د چا د ژوندون خير هم غواړې
لکه ياغي ګردونه ستا دعا ته خاورې شيندي
شاعرمقطع هم په ډیرښکلي بیت خلاصه کړې ده دټولنې یوې بلې ناخوالې ته یې ګوته نیولې ده اوهغه بدګمانې ده په پښتنې ټولنه کې بدګمانې یوه بله ناروغي ده په تش ګمان خلکوډیرخلک ووژول که ته غواړې چې یوچاته خیرورسوې هغوې دبدګمانۍ په ناروغۍ دومره اخته وي چې ستا هرکارته دشک په سترګه ګورې

په مقطع کې یاغې ګردونه ښه استعاره پرته ده ګردونه داهلی حیوان اویاهم انسان سره تشبیه شوې اوبیا مشبه به چې یاغي حیوان اویا هم انسان دی حذف شوې اودهغې له ځانګړتیاونه یې یاغي صفت راړی دی چې دیته مکنیه استعاره ویل کیږي او دمعنوی ښکلاونه شمیرل کیږي
په پا یې کې له عابد صیب نه اونوروملګرونه هم مننه کوم چې په غزل یې یوڅه لیکنه کړې وه اوشاعر ته یې دلوې خداې نه دلازیاتوبریاووغوښتونکی یم
په درنښت