خلیل‌زاد: د افغان ښځو اړوند پرېکړو کې دې بدلون راوستل شي

خلیل‌زاد: د افغان ښځو اړوند پرېکړو کې دې بدلون راوستل شي


  • 1 کال دمخه (24/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 611

سمسور نیوز (۴غوایي۱۴۰۲) پخواني امریکایي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان ښځو د کار او نجونو تعلیم اړوند پرېکړو کې باید بدلون رامنځ ته شي. 

‏د افغانستان لپاره د امریکا دغه مخکېني ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ډېری دیني عالمان د ا.ا هغه پرېکړه چې نجونې او ښځې په کې له کار او تعلیم راګرځول شوې، غیرې عادلانه بولي.

خلیلزاد دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې ا، ا د ښځو د کار او د نجونو د زده‌کړو په تړاو له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ دی.