تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادر شوي دي.

تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادر شوي دي.


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1010

د افغانستان بانک له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې له دغه هېواد څخه بهر ته د هوايي دهلېزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادر شوي دي.

 

د اعلامیې په یوه څنډه کې راغلي، چې دغه توکي‌ د ۵۱۳ الوتنو په واسطه چین، هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې او نورو اروپايي هیوادونو ته لېږدول شوي دي.

 

سرچینې ویلي، چې د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو لړۍ د قرنطین په موده کې هم روانه وه او یاده لړۍ به په روان ۲۰۲۱ کال کې نوره هم چټکه شي.

 

باید یاده شي، چې افغانستان په تېرې میاشتې کې کاناډا او ازبکستان ته د ځمکې او اوبو له لارې د وچې مېوې صادرات هم پیل کړي‌ دي.