د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، په وروستیو څلورو میاشت کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۶۴ هغه سایټونه په ۲۴ ساعته ډول فعاله کړي، چې پخوا یې په وقفهیي ډول فعالیت کاوه.
د د دې وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه سیمې او ځایونه چې مخکې پهکې مخابراتي چوپړتیاوې ځنډنۍ او یا هم مخابراتي سایټونه یې ویجاړ، غیر فعال او لهمنځه وړل شوي وو، هم بېرته فعال کړي.
د د ویلو ده، چې پخواني حکومت د جمهوریت تر سقوط کېدو وړاندې طالبان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د مخابراتي پایو په الوزولو تورن کړي وو.